CRI Online

د جنوبي افريقا ولسمشر رامافوسا د افريقايي هېوادونو ټولنې د نوې دورې د نوبتي رئيس په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-02-10 11:31:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افريقايي هېوادونو ټولنې ۳۳مه سرمشريزه غونډه د فبروري په نهمه نېټه د ايتوپيا په پلازمينه اديسه بابا کې پرانيستل شوه. د جنوبي افريقا ولسمشر رامافوسا د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السيسي پر ځای د افريقايي هېوادونو د نوې دورې د نوبتي رئيس په توګه وټاکل شو چې د ماموريت موده يې يو کال ده.

رامافوسا په خپله وينا کې وويل چې هغه به د افريقا د پرمختګ او سمسورتيا لپاره هڅې وکړي او په عمده توګه به د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته پاملرنه وکړي. افريقايي هېوادونه بايد د افريقا د ازادې سوداګرۍ سيمې د جوړولو له امله له برابرو شويو فرصتونو څخه په استفادې سره د صنعتي کېدو لپاره هلې ځلې وکړي تر څو د افريقايي هېوادونو ترمنځ پيوستون او سمسورتيا رامنځته شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای