CRI Online

د مصر پوځ لس تنه ترهګر ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-02-10 11:35:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د مصر پوځ د فبروري په نهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په همدې ورځ يې د دې هېواد په شمالي سينا ولايت کې لس تنه ترهګر وژلي دي.

د مصر د پوځ وياند تامير الريفا د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د مصر پوځ يې په همدې ورځ د دې ولايت پر امنيتي پوستې باندې يو ترهګريز بريد شنډ کړ چې په ترڅ کې يې لس تنه ترهګر وژل شوي او د دوی موټرونه هم ويجاړ شوي دي. ورپسې د مصر پوځ په سيمه کې د نورو ترهګرو نيولو ته ادامه ور کړه.

په دې اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې په دغه بريدکې اووو تنه مصري سرتيريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې وروستيو کلونو کې په مصر کې له ترهګرۍ سره مبارزه سخته شوې ده او له ۲۰۱۹ کال راهيسې د دې هېواد امنيتي ځواکونو څو څو ځلې د ترهګرۍ پرضد عمليات تر سره کړي چې له امله يې څه باندې سل تنه ترهګر وژل شوي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای