CRI Online

هو بۍ ولايت کې د ژوند د اړينو توکو بازارونه په ثابت ډول چليږي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-10 12:22:26

د چين د سوداګرۍ وزارت چارواکو د فبرورۍ په نهمه نېټه د کوروناس ويروس د وقايي او کنټرول لپاره د چين د دولتي شورا د همغږۍ ميکانيزم مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې وويل چې اوس په هو بۍ ولايت کې د ژوند د اړينو توکو بازارونه عموماً په ثابته توګه چليږي، د پلورلو لپاره د ګدام شوو تجارتي توکو اندازه نسبتاً ثابته ساتل کيږي او د تجارتي توکو بيې لاپسې راټيټې شوې دي. د وو هان ښار حکومت په دغه ښار کې د کرنيزو توکو د بازارونو د عادي کولو په هڅه کې دی او د سر پټو بازارونو پر ځای يې د سړکونو پر غاړو سرلوڅي بازارونه پرانيستي دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د بازارونو د چلولو چارو رياست مرستيال وانګ بين د چين دولتي شورا د همغږۍ ميکانيزم غونډې ته په هو بۍ ولايت او وو هان ښار کې د ژوند د اړينو توکو بازارونو د عرضې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې پدې وروستيو ورځو کې دغه بازارونه عموماً په ثابته توګه چليږي ، د پلورلو لپاره د ګدام شوو تجارتي توکو اندازه نسبتاً ثابته او کافي ساتل کيږي او د ژوند د اړينو توکو په بيو کې ټيټوالی راغلی دی. نوموړي وويل:

(( په هوبۍ ولايت کې مو د پلورلو لپاره د ګدام شوو وريجو، آش، غوړيو، غوښو او شيدو د اندازې په اړه پلټنه کړې او نتيجه يې ښيي چې دغه اندازه له ۱۰ ورځو څخه تر ۱۵ ورڅو پورې د خلکو اړتياوې پوره کولی شي، د خوګ غوښو او د چرګانو هګيو اندازه تقريباً د خلکو ۵ ورځنۍ اړتياوې او د سبزيو اندازه د خلکو شاوخوا ۳ ورځنۍ اړتياوې پوره کولی شي. ځايي اوسېدونکي دې اندېښمنه نه کوي، ځکه دغه تجارتي توکي په مسلسل ډول بازارونو ته وړاندې کيږي او د بارازونو اوسنی حالت ډېر ښه شوی دی.))

ښاغلي وانګ بين وايي ، د وو هان ښار حکومت د کرنيزو توکو د بازارونو د عادي کولو په هڅه کې دی او د فبرورۍ تر اتمې نېټې پورې يې په دغه ښار کې ۱۴ سرلوڅي بازارونه پرانيستي دي.

((له تېرو دوو ورځو راهيسې په سر لوڅي بازارونو کې نه يوازې کچالو، ګازر، پياز او داسې نورې عامه سبزۍ ، بلکې هغه ځينې ځانګړې سبزۍ هم پلورل کيږي چې حاصلات يې يوازې په روان موسم کې اخيستل کيږي. دغه سرلوڅي بازارونه پراخ دي او پکې د سودا اخيستلو لپاره په ليکو کې د درېدو اړتيا نه شته، نو هغه د اوسېدونکو د هرکلي وړ ګرځيدلي دي.))

د چين په نورو سيمو کې هم د ژوند د اړينو توکو بازارونو عرضې کافي دي، په بازارونو کې د پلورل شوو توکو ډولونه ډېر دي او بيه يې نسبتاً ثابته ساتل کيږي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د اقتصادي او سوداګريزو چارو رياست مرستيال چن دا په دغه غونډه کې وويل چې دوی د ټول هېواد په کچه د بازارونو د عرضې د تضمينولو لپاره ډېر تدابير غوره کړي، د بېلګې په توګه دوی د مهمو تجارتي توکو بيې تر نظارت لاندې نيسي، فابريکې يې هڅولې چې له رخصتيو څخه وروسته خپلې توليدي چارې بيا پيل کړي، همداراز بازارونو ته د ژوند د مهمو اړينو توکو عرضه زياتوي او د هېواد په بېلابېلو ځايونو کې د پلورلو لپاره د ژوند اړتياوړ توکو د زيرمې کچه لوړوي. ښاغلي چن پدې اړه وويل:

((تازه سروې ښيي چې د فبرورۍ په اتمه نېټه د هېواد په ۳۶ لويو او منځنيو ښارونو کې د وريجو، آش او غوړيو اوسنۍ بيې د پسرلني اختر څخه وړاندې مودې سره برابرې دي. د خوګانو غوښو بيه لږ څه لوړه شوې وه او اوس بيا راټيټه شوې او اوس ثابته ساتل کيږي. د چرګانو هګيو په بيه کې لږ کموالی راغلی، د ۱۵ ډولو سبزيو په بيو کې ٪10 ټيټوالی ښودل شوی دی. ويل کيږي چې په ټول هېواد ، په تېره بيا وو هان ښاراو ځينو نورو مهمو سيمو کې د ژوند د اړينو توکو عرضه تضمينېدای شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای