CRI Online

په کابل کې د چين سفير: د کرونا ويروس په اړه د افغانانو له همدردۍ مننه کوو

cri     (GMT+08:00) 2020-02-10 15:05:32

په افغانستان کې د چين لوي سفير وانګ يو د کرونا ويروس په اړه د افغانانو له هر اړخيز ملاتړ او همدردۍ مننه وکړه. هغه تېره ورځ په کابل کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، د چين سفير له افغان چارواکو په ځانګړې توګه له اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو له سرپرست وزير هارون چخانسوري، د عامې روغتيا وزارت له وزير ډاکټر فېروزالدين فېرو، په چين کې له افغان سفير، په چين کې له مېشتو افغان محصلينو او ټولو افغانانو څخه مننه وکړه، چې له دوي سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. وانګ يو وويل، چين په ټول توان هڅه کوي چې ژر دغه ويروس کابو کړي او نورو هېوادونو ته يې د خپرېدو مخنيوي وکړي. د نوموړي په خبره، د روغتيا نړيوال سازمان د چين له هڅو ملاتړ کوي او د کرونا ويروس د کنټرول په برخه کې يې د دوي هڅې ستايلې دي. نوموړي دغه راز وويل چې اوسمهال په ټول چين کې کابو ۲۰۰ افغان محصلين پر زده کړو بوخت دي، چې ۴۲ يې په ووهان ښار کې دي. وانګ يو په چين کې د افغان محصلينو د وضعيت په اړه وويل چې چين خپلو او نورو ټولو بهرنيو وګړو ته په يوه سترګه ګوري او د دوي د ښې روغتيا لپاره لا له وړاندې لاس پکار شوي دي. نوموړي په چين کې د افغان محصلينو په اړه يو ځل بيا ډاډ ورکړ چې وخت ناوخت يې پوښتنه او روغتيايي معاينات کېږي او که افغان حکومت وغواړي چې دغه محصلين افغانستان ته را ولېږدوي، دوي به د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت سره په دې برخه کې مرسته وکړي. د چين سفير وويل، افغانستان د چين ښه ګاونډي هېواد دي چې په هېڅ ډول شرايطو کې به يې له پامه ونه غورځوي. ده په افغانستان کې د چين د مرستو يادونه وکړه چې ښه بېلګه يې په کندهار کې ميرويس روغتون او په کابل کې د جمهوريت روغتون دي. وانګ يو وويل، چين د نورو مرستو تر څنګ چې هر کال له افغانستان سره په روغتيايي برخه کې مرسته کوي، تېر کال سل تنه هغه ماشومان چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته وو، چين ته د درملنې په موخه ولېږل او له درمنلې وروسته بېرته هېواد ته را ستانه کړل شول. نوموړي وويل چې هېواد به يې دغه ډول مرستې جاري وساتي او سږ کال به هم د سلو په شاوخوا کې هغه افغان ماشومان چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي، چين ته د درمنلې لپاره واستوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای