د امريکا د ناروغيو د کنترول او وقايې مرکز لخوا تازه خپره شوې شمېرنه ښيي چې د تېر سپتمبر له ۲۹ مې نېټې څخه راپدې خوا په دغه هېواد کې لږترلږه ۲۲ميليونه کسان پر انفروانزا اخته شوي چې په دې جمله کې ۲ لکه او زر کسان په روغتونونوکې بستر کېدو ته اړتيا لري او ۱۲زره تنه مړه شوي دي.
دغه شمېرنه همدارنګه ښيي چې له ۲۰۱۰ کال راهيسې هر کال په امريکا کې پر انفروانزا د اخته کسانو شمېر له ۹ ميليونو څخه تر ۴۵ ميليونو پورې دی او د مړه شوو شمېر له ۱۲ زرو څخه تر ۶۱ زرو پورې دی.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |