CRI Online

شي جين پينګ په بېجينګ کې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره له طبي ارګانونو څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-02-11 11:39:21

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په لسمه نېټه په بېجينګ کې له ځينو طبي ارګانونو څخه ليدنه وکړه او په دې ترڅ کې يې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره هغوی ته لارښوونه وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې اوس د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول حالت لاهم سخت دی. د بېلا بېلو کچو ګوندي کميټې او ځايي حکومتونه بايدپه دې برخه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې اړوند تدبيرونه رعايت کړي او له لا ټينګ باور او ارادې سره د خلکو په اتکا سره د دې ناروغې د خپرېدا مخنيوی وکړي تر څو له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې بری ومومي.

د فبروري د لسمې نيټې په مازديګر د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د سياسي بيورو د غړي او د بېجينګ ښار د ګوندي کميټې منشي څای چي او د دې ښار له ښاروال چن جي نينګ سره د بېجينګ د ان هوا لي په نوم د استوګنې سيمې،د دي تان روغتون او د چين د ناروغيو د کنټرول له مرکز څخه ليدنه وکړه او د نوي ډول کورونا ويروس له امله د رامنځته شوې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په باب يې معلومات تر لاسه کړل. د دې ترڅنګ هغه د ويډيو له لارې د دې ناروغۍ د کنټرول په هکله د هو بۍ ولايت د وو هان ښار له اړوندې څانګې سره اړيکه ټينګه کړه او په دې ترڅ کې يې له ډېرو طبي کارکوونکو او کادرونو څخه د حال واحوال پوښتنې وکړې او ور څخه يې مننه څرګنده کړه.

په همدې ورځ رئيس شي جين پينګ د بېجينګ د چاو يانګ ناحيې د ان هوا لي د استوګنې سيمې د نوي ډول کورونا ويروس د مخنيوي او کنټرول د قوماندانۍ په مرکز کې اړوند راپور واوريد او د دې سيمې له خوا نيول شوي تدبيرونه يې وستايل. هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد د استوګنې په سيمو کې د دې ويروس د مخنيوي له لارې د يادې ناروغۍ د خپرېدا لار پرې کړو. هغه په دې سيمه کې له اوسېدونکو سره په خبرو کې هيله وښودله چې له دې ويروس سره په مبارزه کې پر بری موندلو دې باور ولري.هغه وويل(اواز.......) په دې ځانګړې موده کې مې له تاسو سره په لاسونو روغبړ ونه کړ، خو مونږ بايد پر دې باور ولرو چې په دې مبارزه کې بری ومومو.

د جنوري له دوولسمې نيټې څخه د بېجينګ د پلازمينې د طبي پوهنتون د دي تان روغتون په دې ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو د منلو او درملنې کارونه پيل کړل او په بېجينګ ښار کې يې لومړی تشخيص شوی ناروغ ومانه.په همدې ورځ رئيس شي جين پينګ هم د ياد روغتون د ويډيويي څارنې او کنټرول مرکز ته ورغلی او د ويډيو له لارې يې د ناروغانو د علاج لايحې د بشپړولو او د ناروغانو د ژغورلو لپاره طبي کارکوونکي وهڅول او د دې ترڅنګ يې له دوی هم هيله وښودله چې د ناروغانو د درملنې په ترڅ کې په ښه توګه ځانونه وساتي. هغه وويل( اواز...) مونږ بايد پر دې باور ولرو چې هرو مرو به له دې ويروس سره په مبارزه کې بری ومومو.

سربېره پردې رئيس شي جين پينګ هم د هو بۍ ولايت په وو هان ښار کې د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول حالت ته ډېره پاملرنه وکړه. هغه له لېرې څخه د دي تان روغتون د ناروغانو د تشخيص په مرکز کې د ويډيو له لارې د وو هان د جين اين تان، شي هه او هو شن شان روغتونونو له طبي کارکوونکو، کادرونو او پوځي لاښوونکو څخه معلومات واخيستل او اړوند وړانديزونه يې واوريدل. هغه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب د دوی درنښت او ور څخه د زړه له کومې مننه څرګنده کړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای