CRI Online

د امريکا د دفاع وزارت: د ايران د توغنديو بريد د ۱۰۹ تنو امريکايي سرتيرو ته رواني زيانونه ورسول

cri     (GMT+08:00) 2020-02-11 12:50:31

د امريکا د دفاع وزارت په دې وروستيو ورځو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په عراق کې د امريکا پر پوځي اډې د ايران د توغنديو تر بريد وروسته لږ تر لږه ۱۰۹ تنه امريکايي سرتيريو ته رواني زيانونه رسيدلي چې دغه رقم د ورکړل شوي پخواني شمېر په پرتله ۴۵ تنه زيات شوي دي.

د روسيې د خبري رسنيو د خبر له مخې د امريکا د دفاع وزارت د فبروري په لسمه نېټه وويل چې تېره مياشت ايران په عراق کې د امريکايي پوځ پر يوې اډې بريد وکړ چې له امله يې ۱۰۹ تنو امريکايي سرتيرو ته دماغي زيانونه رسيږي، خو تر اوسه له يادو کسانو څخه ۷۶ تنه بېرته خپلو کاري ځايونو ته ستانه شوي دي.

د ځينو بهرنيو خبري رسنيو د خبر له مخې که څه هم امريکايي عسکرو ته رواني زيانونه تر دې بريد وروسته سمدلاسه ونه رسيدل،خو د دغو سرتيرو له رواني زيانونو څخه ښکاري چې د دې بريد منفي اغيزې د اټکل په پرتله سختې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای