د پاکستان مشرانو جرګې د فبرورۍ د لسمې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره چين ته د کورونا ويروس پرضد د چين له له مبارزې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې د پاکستان مشرانو جرګه د چين له حکومت او خلکو څخه پوره ملاتړ کوي چې په ټينګې روحيې، ټينګ هوډ او زړه ورتوب سره د نوي ډول کورونا ويروس پرضد مبارزه کوي، دغه جرګه غواړي له چين سره پدې برخه کې هراړخيزې همکارۍ وکړي او د چين له حکومت څخه مننه کوي چې په دغه هېواد کې يې پاکستاني اتباعو، په تېره بيا په وو هان ښار کې پاکستاني محصلينو ته پاملرنه کړې او ساتلي يې دي. همدارنګه په دغه اعلاميه کې ليکل شوي چې د پاکستان مشرانو جرګه د دغه ويروس د مخنيوي په برخه کې د چين د مشرتابه لارښوونه ستايي او باور لري چې چين به په دغه مبارزه کې برياليتوب ترلاسه کوي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |