د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د زيرمې د فدرالي کميټې رئيس پاويل د فبروري په يوولسمه نېټه وويل چې په دې هېواد کې د دې کميټې د پيسو اوسنۍ تګلاره مساعده ده، خو که پکې ستر بدلونونه راشي، نو دغه تګلاره به بدله شي.
د لنډې مودې لپاره د پيسو راغونډولو په بازار کې د پيسو د کمښت د مسئلې په حلولو سره به دغه کميټه ګام په ګام د دولتي پورونو له بېرته اخيستنې څخه ووځي او په دې برخه کې ګامونه به ورو کړي.
نوموړي په همدې ورځ د امريکا د استازو جرګې د ګواهي اورېدو په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې که نوي اقتصادي معلومات د امريکا د زيرمې د فدرالي کميټې له اقتصادي وړاندوينې سره برابر وي. نو د دې کميټې اوسنۍ تګلاره به مساعده وي.که په اقتصاد کې ستر بدلونونه راشي،دغه کميټه به ورسره د مقابلې لپاره خپله تګلاره بدله کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |