CRI Online

حسن روحاني: ايران به د امريکا بنديزونو ته تسليم نه شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-12 11:42:54

د ايران ولسمشر حسن روحاني د فبرورۍ په ۱۱ مه نېټه د تلويزيوني خبرو پر مهال وويل چې هېواد به يې د امريکا بنديزونو ته تسليم نه شي.

نوموړي وويل، پر ايران امريکا سخت بنديزونه لګولي او دغه بنديزونه د دغه هېواد پر خلکو له حده زيات فشارونه دي. امريکا په تېرو ۲۰ مياشتو کې پر ايران خپل بنديزونه زيات او لاسخت کړي او غواړي چې د ايران قوت کمزوری کړي. د امريکا هغه موخه چې د فشارونو د اچولو له لارې د ايران د حکومت او خلکو تسليمېدل غواړي، د ورځې خوب دی، د ايران حکومت او خلک به دغو فشارونو ته سر ټيټ نه کړي.

په همدې ورځ د ايران په پلازمېنه تهران کې ګڼ شمېر خلک په لارو کوڅو کې راغونډ شول او د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د برياليتوب ۴۱ مه کاليزه يې ولمانځله.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای