د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د م م د امنيت شورا د فبروري په يوولسمه نېټه د منځني ختيځ حالت او د فلسطين مسئلې په هکله يوه علني غونډه تر سره کړه او پکې يې په منځني ختيځ کې د سولې د نوي پلان په باب بحثونه وکړل.
د فلسطين ولسمشر محمود عباس په همدې ورځ په دې غونډه کې ګډون وکړ او ويې ويل چې د دې پلان د وړاندې کېدو له امله به د فلسطين خاوره ټوټې شي.د اسرائيلو له خوا نيول شوې فلسطيني ځمکه د يوه سوغات په توګه نورو هېوادونو ته نه شي ور کول کېدای او د پيسو په وسيله نه شي اخيستل کېدای.د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ مسئله بايد له نړيوالو قوانينو او د م م له اړوندو پرېکړه ليکونو سره سم په سياسي لارو چارو باندې حل شي.د اسرائيلو استازي ويلي چې دغه پلان يو وړانديز ګڼل کيږي او د دوه اړخيزو خبرو اترو لپاره يو فرصت برابروي.اسرائيل هيله لري چې له فلسطين سره مستقيمې خبرې اترې وکړي،خو فلسطين د اسرائيلو وړانديز رد کړ.
په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون وويل چې د فلسطين مسئله بايد له سياسي لارو چارو حل شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |