CRI Online

امکان شته چې د نوي کورونا ويروس په وړاندې واکسين به په راتلونکو اتلسو مياشتو کې جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-12 12:14:08

پر ځايي وخت د نوي ډول کورونا ويروس په وړاندې د څيړنې او نوښت نړيوال فورم په ژنيو کې پرانيستل شو چې دوې ورځې به دوام ولري. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ګيبريسوس په همدې ورځ په مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ چې د نوي ډول کورونا ويروس رسمي نوم به COVID-19 وي. هغه زياته کړه چې امکان شته چې د دغه ويروس په وړاندې د وقايې واکسين به په راتلونکو اتلسو مياشتو کې جوړ شي.

نوموړي وويل چې د يادې ناروغۍ لپاره نوم ورکول ډېر مهم دي، ځکه چې د نورو ناسمو نومونو د استفادې مخه به ونيول شي او په راتلونکې کې د نورو کورونا ويروس د احتمالي ساري ناروغۍ لپاره به يو معياري شکل برابر شي. هغه وويل چې موږ اوس د دغې ناروغۍ رسمي توګه COVID-19 ټاکو. د روغتيا نړيوال سازمان، د حيواناتو د روغتيا نړيوال سازمان او د م م د غلودانو او کرهنيزو چارو سازمان لخوا د ګډو پيژندل شويو اصولو له مخې موږ بايد داسې يو نوم وټاکو چې په کوم جغرافيايي ځای، حيوان، شخص او د انسانانو د هېڅ ډول نژاد سره اړيکې نه لري، يوازې د ناروغۍ سره تړاو لري.

تيدروس زياته کړه چې د نوي ډول کورونا ويروس په وړاندې د څيړنې او نوښت نړيوال فورم په ژنيو کې تر سره کېږي. هيله ده چې بېلا بېلې خواوې د اړوندو مسئلو په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړي او د راتلونکې نقشه جوړه کړي. هغه وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان يو انټرنيټي غونډه تر سره کوي چې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو څه دپاسه څلور سوه ساينسپوهان په کې ګډون کوي. موږ هېله لرو چې له ګډو بحثونو وروسته د راتلونکې نقشه وټاکو او بايد څه پوښتنې وړاندې کړو او څنګه دغو پوښتنو ته ځواب ورکړو. د نړيوال يووالي له لارې د دغې مسئلې حلول د روغتيا نړيوال سازمان هدف دی او د څو اړخيزم اصلي اهميت هم دی چې د ټولې نړۍ لپاره ستر اهميت لري.

تيدروس وويل چې د راتلونکې نقشه د عامې روغتيا د مهمو چارو په هکله د اړوندو سازمانونو د څيړنو او پانګونې لپاره ډېره مهمه ده چې د دوی د پانګونو لوری به لا روښانه وي او لويه اغيزه به ولري. هغه وويل چې د کورونا ويروس په وړاندې د واکسين او درملو جوړول د څيړنې په اجنډا کې يوه مهمه برخه ده. هغه وويل چې امکان شته چې لومړی واکسين به په راتلونکو اتلسو مياشتو کې جوړ شي، نو اوس موږ بايد له دغه ويروس سره په مبارزه کې له ټولو وړ طرقو څخه استفاده وکړو او په اوږده راتلونکې کې د دغې مبارزې لپاره تياريانې ونيسو. اړوند توکي بېلا بېلو هېوادونو ته ليږل شوي چې د دغې ناروغۍ د تشخيص او درملنې او د طبي کارکوونکو د ساتنې په ترڅ کې به وکارول شي. د دغې ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي او د ناروغانو د بيا جوړېدو په اړه وړانديزونه هم زموږ لخوا وړاندې شوي دي. موږ اوس د ټولې نړۍ د لابراتوارونو توان پياوړی کوو او په زرګونه طبي کارکوونکي روزو. موږ به خلکو ته تبليغات او عامه پوهاوی ورکړو چې د ځان او نورو د روغتيا د ساتلو لپاره دې څه تدبيرونه ونيول شي.

تيدروس وويل چې هغه د روغتيا نړيوال سازمان د غړيو له اړوندو استازو سره تماس نيولی او په م م کې د بېلا بېلو هېوادونو همغږۍ کوونکو ته د دغې ساري ناروغۍ حالت په اړه مالومات ورکړي دي. دغه راز هغه د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس ته مالومات ورکړي او موافقه يې کړې چې له بيړني حالت سره په مقابله کې د م م په سيستم کې ټولې انرژۍ استفاده او وکارول شي. په همدې ورځ د روغتيا نړيوال سازمان د روغتيايي چارو د بيړني حالت د اداره کولو ډله جوړه کړې ده. له دې امله به د روغتيا نړيوال سازمان د روغتيايي چارو بيړني حالت ته پاملرنه وکړي او نورې څانګې به د مسلکي پوهنو له لارې د ساري ناروغۍ له امله له رامنځته کېدونکو ټولنيزو او اقتصادي اغيزو سره مقابله وکړي. نوموړي يو ځل بيا د نړيوالې همکارۍ غوښتنه وکړه چې د نوي ډول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ په مقابل کې دې مالي ملاتړ برابر کړي. هغه وويل چې اوسنی حالت به اوږد وخت دوام ونه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای