CRI Online

تبصره: چين د کورونا ويروس پر وړاندې پر مبارزې لازيات باوراو لاټينګ هوډ لري او لااغېزمن تدابيرونه به غوره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-12 14:25:58

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په لسمه نېټه په بېجينګ کې د کورونا ويروس د وقايې او کنترول چارو د سپارښتنې پر مهال وويل چې اوسنی حالت لاهم سخت دی، چينايان بايدد ويروس پر وړاندې پر مبارزې لازيات باور او لا ټينګ هوډ ولري،لاغوڅ تدابير دې غوره کړي.

دا په چين کې د کورونا ويروس له پېښو وروسته د چين تر ټولو عالي مشر درېيم ځل دی چې د ويروس د وقايې او کنترول په اړه مهمه وينا کوي. نوموړي په خپله وينا کې د خلکو عقيده، ډاډ او باور تر بل هر وخت مهم وبلل. رښتيا ده چې ټول چينايان په دغه مبارزه کې سره يو موټي دي او پرې پوره باور لري ، د دغه باور سرچينه او اصلي لامل د چين هغه نظام دی چې له مخې يې د لويې مسئلې د حل لپاره بايد د هېواد ټول قوت او توان راټول او وکارول شي.

د چين د روغتيا ملي کمېټې شمېرنه ښيي چې د فبرورۍ د لسمې نېټې په يوه ورځ له هو بۍ ولايت پرته د چين په نورو سيمو کې د تشخيص شوو ناروغانو شمېر 381 ښودل شوی او دا پرله پسې اومه ورځه ده چې په دغه شمېر کې کموالی راځي. له دې څخه ښکاري چې د چين تدبيرونه اغېزمن دي او دا هم د دغې مبارزې په اړه هيلې زياتوي. برسيره پردې د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو لومړۍ ډله په همدې ورځ د همکارۍ لپاره چين ته راورسيده. له شک پرته دا د ويروس د څېړنې او معلوماتو لپاره ډېره ګټوره ده او پر دغې مبارزې به د چينايانو باور او هوډ لا پياوړی کړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای