د کاناډا د روغتيا وزير څو ورځې مخکې څرګنده کړې چې کاناډا به دغه هېواد ته د چينايانو پر ورتګ محدوديت ونه لګوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه څرګنده کړه، چې چين د کاناډا د اړوند تجويز ستاينه کوي او له دې څخه د کاناډا علمي او معقوله رويه څرګندېږي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان مسلکي او صلاحيت لرونکی وړانديز ته دې درناوی وشي. که اړوندې خواوې نامناسب غبرګون وښيي، منفي اغيزه به ولګوي.
بر سېره پردې، د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې څرګنده کړه چې دغه هېواد له نوي کورنا ويروس سره د مقابلې په برخه کې له چين څخه ملاتړ کوي او په هر وخت به د چين د اړتياوو سره سم ورسره مرسته وکړي. وياند ګنګ شونګ په دې اړه وويل، چين د کاناډا له ملاتړ او مرستو څخه مننه کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |