د بريکس رئيسه هېواد روسيې د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بريکس هېوادونو په استازيتوب له نوي کورنا ويروس سره د مقابلې په هکله د چين له کوښښونو څخه ملاتړ څرګند کړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه خبر ورکړ چې له دغې اعلاميې څخه د بريکس هېوادونو ترمنځ د ستونزو د ليرې کولو لپاره د ګډو هڅو روحيه او له دغه ويروس سره د مقابلې لپاره له چين څخه د نړيوالې ټولنې ملاتړ هم څرګندېږي. چين د دغه شان عمل لوړه ستاينه کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |