د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه په انټرنېټي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين د نوي کورونا ويروس سره په مقابله کې له دغه هېواد څخه د اروپايي ټولنې په شمول د نړيوالې ټولنې له ملاتړ او مرستو څخه مننه کوي، او غواړي په علني، شفاف او مسئولانه ډول د روغتيا له نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې سره تبادله ټينګه کړي، د همکاريو له لارې ژر تر ژره د ويروس خپرېدل پای ته ورسوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |