CRI Online

اوسيدونکې سيمې د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې کليدي ټکي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-12 20:07:59

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې په بېجينګ کې د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول د کارونو د څارنې او لارښوونې په ترڅ کې وويل چې اوسيدونکې سيمې د دغه ويروس د ګډې وقايې او کنترول لومړۍ کرښه ده او د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ډېره اغيزمنه دفاعي کرښه هم ده. د چين په قلمرو کې ټولې اوسيدونکې سيمې بايد د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره جدي کارونه وکړي او بايد له دغه ويروس څخه د خلکو د ژغورنې کلکه کلا وګرځي. د رئيس شي له دغو خبرو څخه څرګندېږي چې اوسيدونکې سيمې په چين کې له دغه ويروس سره د مقابلې او د ټولنې د ادارې په برخو کې ځانګړی رول لوبوي. رئيس شي جين پينګ په دغو خبرو کې د اړوندو کارونو لارښوونه وکړه. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای