د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روانې میاشتې په ۱۲مه نیټه وویل چې د روسیې اقتصادي پرمختګ ښه بنسټ لري. د روسیې د ځایي خبري رسنیو د خبر له مخې په همدې ورځ ولسمشر پوتین د یوې اقتصادي غونډې مشري وکړه او ویې ویل چې اوس د هیواد د ټولګټو صندوق ۱۲۵ ملیارډه ډالره لري او په نړیوال بازار کې زیرمه ۵۶۰ ملیارډو ډالرو ته هم رسیدلې ده نو د هیواد اقتصادي پرمختګ او مالي سیستم ښه بنسټ لري.
هغه دې ته اشاره هم وکړه چې د روسیې اقتصاد له بهرنیو ګواښونو سره مخامخ دی نو اوسنۍ دنده یې ارام او باکیفیت پرمختګ دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |