CRI Online

 چین غوښتنه وکړه چې ماشومان باید له نظامي شخړو څخه خوندي شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-13 09:37:02

په م م کې د چین سفیر جانګ جون د روانې میاشتې په ۱۲مه نیټه د امنیت شورا په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې باید له نظامي شخړو څخه ماشومان خوندي شي.

هغه وویل چې باید د مختلفو شخړو مخه ونیول شي چې دا د ماشومانو د ساتلو ترټولو اړینه لاره ده. په شخړو کې ښکیل شوې خواوې باید تر وسې پورې د مساوي خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي او باید اړوندې سوله ییزې پروسې پرمخبوزي او په دې ترڅ کې دې د ماشومانو اړتیاوې په فکر کې ونیول شي او د ماشومانو هراړخیز حقوق دې هم وساتل شي. چین به له امنیت شورا څخه ټینګ ملاتړ وکړي چې د م م د منشور سره سم خپل مسولیت پرغاړه واخلي او د سولې ساتلو او بیا رغونې په برخو کې لازیات رول ولوبوي ترڅو د ماشومانو لپاره یوه سوله ییزه نړۍ برابره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای