CRI Online

ترکیې په سوریه کې بریدونه ترسره کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-13 09:38:51

د چین د نیوز اژانس د خبر له مخې د ترکیې د دفاع وزارت د روانې میاشتې په ۱۲مه نیټه خبر ورکړ چې د دغه هیواد هوایي پوځ په همدې ورځ د سوریې په ادلب کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د سوریې ۵۱ تنه حکومتي سرتیري ووژل شول. له دې نه مخکې د ترکیې هوایي پوځ د سوریې پوځ پر ۱۱۵ موخو بریدونه کړي وو چې په نتیجه کې یی د سوریې ۱۰۱ تنه سرتیري وژل شوي وو.

د سوریې د دفاع وزارت د خبر له مخې د همدې میاشتې په ۱۰ مه نیټه د سوریې حکومتي اردو په ادلب کې د ترکیې پر څارونکي پوسته برید کړی و چې په نتیجه کې یې د ترکیې ۵ تنه سرتیري وژل شوي وو او ۵ تنه نور ټپیان شوي وو. ترکیې بیا په ځوابي اقدام کې خپل غچ اخیستلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای