CRI Online

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټه: د ساري ناروغۍ منفي اغيزې بايد ډېره ټيته کړای شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-13 10:41:21

روان کال په چين کې په هراړخيزه توګه د هوسا ټولنې جوړولو او د ديارلسم پنځه کلن پلان د عملي کولو وروستی کال دی. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د فبرورۍ په دوولسمه نېټه د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون د غونډې مشري وکړه. په غونډه کې پر دې ټينګار شوي چې اوس د نوي ډول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ حالت فعال بدلونونه رامنځته کړی دی. د دغې ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول د پياوړتيا په همدې وخت کې بايد پر اقتصاد د دغې ناروغۍ منفي اغيزې په ډېره کمه کړای شي. د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هدف د عملي کولو لپاره دې کوشش وشي او د چين د اقتصاد د ثابت پرمختګ او ټولنيزه هوساينه دې وساتل شي.

په غونډه کې وړاندې شوي چې بايد د مالي تګلارې فعال رول ولوبول شي او په بېلا بېلو ځايونو کې د ساري ناروغۍ د کنترول په چارو کې دې د پيسو اړتيا تامين شي. د تصديو د ستونزو کمولو لپاره دې د ګمرکاتو او د اړوندو لګښتونو د کموالي تدبير غوره شي. د ساري ناروغۍ د وقايي په باره کې د توکو د توليد په تصديو کې دې اسانتياوې زياتې شي او په منظم ډول دې د مرکزي او دولتي تصديو په شمول د بېلا بېلو تصديو د کارونو او توليد بيا پيل کيدل وهڅول وشي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای