CRI Online

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ځانګړې استازې: د اوکراين په ختيځ کې د نښتو ختمول د بېلا بېلو خواوو هلو ځلو او سياسي نظريو ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2020-02-13 10:44:06

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ځانګړې استازې هيدي ګراو د فبرورۍ په دوولسمه نېټه د بلاروس په پلازمينه مينسک کې وويل چې د اوکراين په ختيځ کې د نښتو ختمول د بېلا بېلو خواوو هلو ځلو او سياسي نظريو ته اړتيا لري.

د اوکراين د مسئلې په هکله د دريو خواوو د تماسونو ډلې په همدې ورځ نوبتي خبرې اترې تر سره کړې. ګراو له خبرو اترو وروسته وويل چې پنځه کاله مخکې د فبرورۍ په دوولسمه نېټه دغې ډلې د اوکراين په ختيځ کې له وسله والې ډلې سره د مينسک تړون د عملي کولو په اړه جامع تدبير لاسليک کړل. دغه سند او په مينسک کې نور لاسليک شوي سندونه د کراين په ختيځ کې د نښتو د سوله ايز حل و فصل لپاره بنسټونه ګرځيدلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای