د چین حکومت د روانې میاشتې په ۱۲مه نیټه په یوه غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې د ناول کورونا ویروس له امله د رامنځ ته شوې ناروغۍ د مخنیوي په عین وخت کې له اړوندو تصدیو څخه ملاتړ کوي چې خپل تولیدات بیا عادي کړي، تجارتي پانګې دې جلب او د صادراتي باوري بیمو رول دې پیاوړې شي. حکومت باید د نړیوالو همغږيو او همکاریو په ګډون سره د تصديو لپاره ښه نړیواله زمینه برابره کړي.
په یاده غونډه کې هم ویل شوي چې د بهرنیو پانګو له لویو پروژو څخه به ملاتړ پیاوړې شي او اړوند قوانین به بشپړ شي ترڅو د بهرنیو تصديو ګټې ښې ساتل شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |