د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مریا زاخارووا د روانې میاشتې په ۱۲مه نیټه وویل چې د سوریې په شمال کې د حالاتو ټرینګلتیا عمده لامل دا دی چې ترکیې په ۲۰۱۸ کال کې په سوچي کې د روسیې او ترکیې د مشرانو ترمنځ شوي تړون څخه سرغړونه کړې.
نوموړې په همدې ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دې وروستیو کې د سوریې په ادلب سیمه کې حالات ټرینګل شوي دي او عمده مسولیت یی د ترکیې پر غاړه دی.
هغې دې ته اشاره وکړه چې د څو میاشتو راهیسی وسله والو کسانو د سوریې پر شمال بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې څه دپاسه ۱۵۰ عام وګړي وژل او ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د دې ترڅنګ د سوریې حکومتي پوځ ته مرګ ژبلې هم اوښتې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |