په وو هان ښار کې د نوي ډول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايي او کنترول د لارښوونې څانګې د خبر له مخې د ساري ناروغۍ د وقايی او کنترول لپاره اوس په دغه ښار کې اووه لنډ مهاله روغتونونه جوړ شوي او د دغې ناروغۍ د درملنې ځايونو شمېر له څلويښتو څخه اوښتې دی چې د ناروغانو د درملنې توان په اغيزمنه توګه لوړ شوی دی.
د خبر له مخې، اوس په دغو اوو لنډ مهاله روغتونونو کې د طبي کارکوونکو شمېر ۴۹۶۶ تنه دي. د فبرورۍ له شپږمې نيټې څخه په دغو لنډ مهاله روغنونو کې د ناروغانو د منل کېدو راهيسې د روانې مياشتې تر دوولسمې نيټې پورې د منل شويو ناروغانو شمېر ۴۳۱۳ تنو ته رسيدلی دی.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |