CRI Online

د پاکستان د کارپوهانو په اند د چين اقتصاد د ساري ناروغۍ له اغيزو سره مقابله کولی شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-13 11:16:30

د پاکستان کارپوه ياسير معسود د فبرورۍ په دوولسمه نېټه د چين د ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين حکومت د نوي ډول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او کوي يې او د چين اقتصاد د ساري ناروغۍ په وړاندې له ننګونو سره د مقابلې توان لري. ټوله نړۍ بايد له چين سره ودرېږي او په ګډه دغه مشکلات حل کړي.

ياسير معسود په پاکستان کې د غښتليتوب په نوم د کارپوهانو د مرکز منشي دی او يو کال مخکې يې د بيجينګ د بهرني اقتصاد او تجارت په پوهنتون کې د دوکتر زده کړې پيل کړې. د دغې ساري ناروغۍ د رامنځته کېدو په پيل کې هغه په دغه پوهنتون کې د دوکتر او ښوونکي په توګه کار کاوه، نو د دغې ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول په باره کې يې د چين د حکومت تدبيرونه په ښه توګه احساس کړي. هغه وويل،زه چې کله په بيجينګ کې وم، ومو ليدل چې ټول چينايان له دغه ويروس سره مبارزه کوله او د چين د حکومت او ټولنې زحمتونه د روغتيا نړيوال سازمان له غوښتنو څخه لوړ دي. د پوهنتون اداري څانګې کارکوونکو به په يوه ورځ کې دری ځله زموږ بدني تودوخه معلوموله، که به کوم زده کوونکي تبه درلوده او د دغې ناروغۍ نښې به يې لرلې، نو د دوی په مرسته به روغتون ته استول کېدو. زه باور لرم چې د چين د حکومت جدي تدبيرونه به نورو هېوادونو ته د ساري ناروغۍ په وړاندې مبارزو کې تجربې برابرې کړي.

د چين د مسئلو څيړونکي او کارپوه معسود په دې نظر دی چې که څه هم دغه ساري ناروغۍ به په لنډ وخت کې پر چيني اقتصاد منفي اغيزه ولګوي، خو د چين د اقتصاد ستر برتري به ګام په ګام اعاده کړي. هغه وويل چې د چين بازار ډېر پراخ دی او نفوس يې زيات دی. چين تل د ساينس او تخنيکونو د نوښت په چارو کې هلې ځلې کوي، د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ وده پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو ته فرصتونه برابروي، نو چين د ساري ناروغۍ له دغې ننګونې سره د مقابلې توان لري. اوس چين د انلاين سوداګرۍ په چارو کې ډېر تکړه دی او زيات شمېر مشتريان د انلاين سوداګرۍ له لارې توکي اخلي. نو د انلاين سوداګرۍ له امله به د ساري ناروغۍ په وخت کې په دوکانونو کې د سودا اخيستلو اړتيا کمه شي.

معسود وويل چې چين د تيرې پيړۍ د نويمې لسيزې د بحران او د روانې پيړۍ په پيل کې د نړيوال اقتصاد بحران پر وړاندې بری موندلی او د روانې ستونزې پر وړاندې به هم بريالی شي. د ساري ناروغۍ له کنترول وروسته به چين د اقتصادي پرمختګ په ترڅ کې لا ځواکمن سيستم جوړ کړي او له ناڅاپه او بيړنيو پيښو سره مقابله کولی شي. هغه وويل، دا چې د چين په بانکونو کې د زيرمه شويو پيسو اندازه لوړه ده، نو د چين د تګلارو طرحه کونکي د مالي زياتوالي فرصتونه لري. د نورو هېوادونو په پرتله د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې د عامو څانګو د پورونو انډول تر کنترول لاندې نيولی شي. نو د چين حکومت په اړين وخت کې اړوند مالي تګلارې غوره کولی شي چې د ساري ناروغۍ منفي اغيزې کمې کړي.

نوموړي وويل چې دې ساري ناروغۍ موږ ويښ کړو چې موږ بايد د نړيوال کيدو په بهير کې له نړيوالو ننګونو سره په ګډه مقابله وکړو او د نړيوالو په همغږۍ جوړه شوې تګلاره پر اقتصاد د ساري ناروغۍ اغيزې کمولای شي. چين اوس دغه دندې عملې کوي او ټوله نړۍ د ساري ناروغۍ له منځه وړلو په چارو کې له چين سره د مرستې مسئوليت لري. هغه وويل، زياتو هېوادونو منلی چې چين د ساري ناروغۍ د وقايې لپاره وختي تدبيرونه غوره کړي او کوي يې. دغه تدبيرونه نه يوازې د چين د خلکو ساتنه کوي، بلکې نورو هېوادونو ته د ويروس د خپرولو مخه نيسي. دوی د ويروس د کنترول په ترڅ کې په ډېره لوړه سويه کارونه تر سره کړي دي. زما په اند اوس نور هېوادونه بايد په دې مشکل وخت کې له چين سره مرسته وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای