په چين کې علمي او تکنالوژۍ شرکتونه د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د هغو تخنيکي توليداتو د څېړلو او جوړولو په هڅه کې دي چې پر مصنوعي ځېرک تخنيک سمبال دي.
د شانګهای د ماشومانو په روغتون کې له وروستيو څو ورځو راهيسې د (شياو بای) په نوم يو ډول ربوټونه کارول کيږي. د دغه روغتون ډاکټر ين يونګ وايي (شياو بای ) د دوو کلنو تجربو لرونکی دی، په روانه ځانګړې موده کې د دغه روغتون يو ډاکټر يوه ورځ تقريباً ۲۰ مشکوک ناروغان ګوري. (شياو بای) د ناروغانو د پوښتنې په برخه کې له ډاکټرانو سره ډېرې مرستې کړې چې کاري موثريت يې لوړ کړی او طبي سرچينې يې هم سپمولې دي.
د ويروس د وقايې او کنترول لپاره له اوسېدونکو څخه د پخوانيو سفرونو او اوسنيو ژوند او حالاتو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول لازم او ډېر مهم دي. خو دغه کارونه د حکومتي کارکوونکو لپاره سخته دي، ځکه نفوس ډېر دی. د چين Tencent شرکت پدې اړه يو ډول ځانګړی رباټ جوړ کړی، د دغه شرکت منيجر وايي، دغه ربوټ په يو ساعت کې ګڼ شمېر کارونه ترسره کولای شي چې شل کارکوونکي يې په يوه ورځ کې بشپړولی شي.
JD انترنيټي شرکت د خلکو لپاره په ان لاين ډول له ډاکټرانو څخه د پوښتنو ويبپاڼه پرانيستلې ده. د دغه شرکت شمېرنه ښيي چې د جنورۍ له ۲۶ مې نېټې راهيسې هره ورځ دغې ويبپاڼې ته تقريباً 100 زره کسان له ډاکټرانو څخه د پوښتنو لپاره راځي.
د بېجينګ يو بل تخنيکي شرکت د انسانانو د څېرو د چټکو پېژندلو او د بدني تودخې د چټک اندازه کولو اله ابتکار کړې. د دغه شرکت مسئول جانګ يونګ وايي، په داسې حال کې چې خلک ماسک، خولۍ او عينکې اچوي، دغه اله د خلکو څېرې هم کره پېژندلی شي. دغه ډول سامان الات اوس په بېجينګ کې د اورګاډو په ستېشنونو او د ځينو دفتري ودانيو ننوتونکو دروازو کې درول شوي دي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |