CRI Online

بېجينګ د بېلابېلو هېوادونو له خلکو څخه ډېره مننه کوي، چې د نوي کورونا ويروس سره په مقابله کې يې له چين څخه ملاتړ کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-13 16:41:09

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه وويل، چې چين د بېلابېلو هېوادونو له خلکو څخه ډېره مننه کوي چې د نوي کورونا ويروس سره په مقابله کې يې د چين د حکومت ملاتړ کړی دی، بې له شکه د نړيوالو په همکارۍ او ملاتړ سره به چينايان خامخا د دغه ويروس پر وړاندې روانه مقابله کې بريا تر لاسه کوي.

په دې وروستيو ورځو کې د ايتاليا، جاپان او بريتانيا ځوانانو د مرستې راټولو، چيني سندرو ويلو او داسې نورو لارو چارو په وسيله له چين څخه ملاتړ کړی دی. ګنګ شوانګ وويل، د چين حکومت او خلک د ټولو دوستانو د يادو کړنو ستاينه کوي او د دوی له همدردۍ او ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای