CRI Online

په ګوانګ جو کې د نوي کورنا ويروس پر ناروغۍ اخته يو پاکستانی ناروغ تر درملنې وروسته روغ رمت شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-13 16:43:57

په ګوانګ جو کې د نوي کورنا ويروس پر ناروغۍ اخته يو پاکستانی ناروغ تر درملنې وروسته بيا ښه شوی او د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه له روغتون څخ رخصت شو. د ګوانګ جو ولايت د بهرنيو چارو او روغتيا د اړوندو ادارو مسؤلينو او په ګوانګ جو کې د پاکستان د قونسلخانې چارواکو په روغتون کې د ده د حال و احوال پوښتنه وکړه. دغه ناروغ د چيني طبي کارکوونکو له مسلکي درملنې او پاملرنې څخه مننه څرګنده کړه. هغه وويل، ( زما دوستان، همصنفيان او خپلوان په دې پوهېږي چې زه په دې ځای کې ښه شوم. د دې ځای له هر تن څخه مننه کوم. موږ له چين، وو هان او ګوانګ جو سره مينه لرو. کله چې د دغه ويروس د خپريدو حالت پای ته ورسېږي، زه به بېرته وو هان ته ولاړ شم او خپلې زده کړې ته به دوام ورکړم. )

د معلوماتو له مخې، دغه ناروغ په چين کې پاکستانی محصيل دی او د جنورۍ په منځنۍ لسيزه کې يې له وو هان څخه ګوانګ جو ته سفر کړی و. هغه د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د ناروغۍ له امله روغتون ته ولاړ او بيا د ګوانګ جو ښار په اتم ملکي روغتون کې تر تداوۍ لاندې و او د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه يې روغتيا تر لاسه کړه.

د معلوماتو له مخې فبرورۍ د ۱۲مې نېټې د ماسپښين تر څلورو بجو پورې د څلورو پاکستاني ناروغانو په شمول په ګوانګ دونګ ولايت کې شپږ بهرنيان تر علاج وروسته بيا ښه شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای