CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين د روغتيا نړيوال سازمان له مقدماتي ګروپ سره د دغه سازمان او چين د کارپوهانو د ګډ ګروپ د ترتيباتو په اړه بحث کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-13 20:10:30

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه وويل، چې د چين اړوندې ادارې د روغتيا نړيوال سازمان له مقدماتي ګروپ سره د دغه سازمان او چين د کارپوهانو د ګډ ګروپ د ترتيباتو په اړه بحث کوي.

نوموړي وويل، چې د دغه ګډ ګروپ عمده موخه د نوي کورنا ويروس د خپرېدو د حالاتو او د وقايې او ادارې په اړه د نظريو ژورې تبادلې کول دي، څو د چين په شمول په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس د وقايې او کنترول د پياوړتيا په اړه وړانديزونه وړاندې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای