د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې د دغې کمېټې د سياسي بيورو د دايمي شورا د يوې غونډې مشري وکړه. برخوالو په دغه غونډه کې د نوي کورنا ويروس د خپرېدو د حالاتو او د وقايې او کنترول د کارونو څارنه وکړه. دا په تېرو ۱۹ مسلسلو ورځو کې د نوي کورنا ويروس د وقايې په هکله د دغې شورا درېيمه غونډه وه. د دغې غونډې له پايلو څخه دوه معلومات تر لاسه کېږي: لومړی، د دغه ويروس د مخنيوي کارونه لاسته راوړنې لري. دوهم، اړوندې ادارې به د دغه ويروس د وقايې او کنترول تر څنګ د اقتصاد او ټولنې پرمختګ تامين کړي.
له دغو دوو ټکو څخه څرګندېږي چې د دغه ويروس پر وړاندې د چين لخوا نيول شوي تدبيرونه جدي او اغيزمن دي او چين به د دغه ويروس د وقايې او کنترول تر څنګ د پرمختګ سږنۍ موخې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |