CRI Online

د عراق په شمال کې د امریکا پر یو پوځي مرکز راکټي برید وشو

cri     (GMT+08:00) 2020-02-14 10:33:35

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د عراق په شمال کې د امریکا پر یو پوځي مقر د روانې میاشتې په ۱۳مه نیټه راکټي برید وشو خو مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې. د عراق د امنیتي څانګې یو مامور چې نه غواړي نوم یې په ډاګه کړي، زموږ خبریال ته وویل چې د همدې ورځې په شپه یو((کاتیوشا)) راکټ د امریکا پر یاد پوځي مقر ولګید او له پیښې وروسته د عراق امنیتي ځواکونو په شاوخوا سیمه کې د راکټ د توغولو دستګاه او ۱۱ نور راکټونه پیدا کړل. تر اوسه پورې هیڅ سازمان یا کس د دغه برید پړه پرغاړه نه ده اخیستې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای