د روانې میاشتې له ۴مې نیټې راهیسې د هوبۍ ولایت د وو هان ښار په هو شن شان روغتون کې زر تنه ناروغان بستري شوي دي چې د نوي کورونا ویروس له امله د سږي په ناروغۍ اخته شوي دي. د روانې میاشتې د ۱۳ مې نیټې له غرمې وروسته له دغه روغتون څخه ۷ تنه ناروغان له درملنې وروسته روغ او رخصت شوي دي چې له دغې جملې څخه یی یو مشر ۶۶ کلن دی او کشر یې ۳۳ کلن دی. دغه ناروغان چې مخکې سخت ناروغ شوي وو، له درملنې وروسته بیخي روغ له له روغتون نه رخصت شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |