CRI Online

پوتین: د اساسي قانون اصلاح شوې نسخه باید ریفرندوم ته وړاندې شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-14 10:38:20

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روانې میاشتې په ۱۳مه نیټه وویل چې د روسیې د اساسي قانون اصلاح شوې نسخه باید د ریفرندوم له منظورۍ وروسته تصویب او دغه قانون نافذ شي. پوتین په همدې ورځ د اساسي قانون د اصلاحاتو کاري ګروپ له غړیو سره د کتنې په ترڅ کې وویل چې اساسي قانون د هیواد اساس دی او د اساسي قانون د اصلاحاتو محتویات او پروسه یوازې تخنیکي مسئله ده ځکه چې ترټولو نه مهم کار دا دی چې د روسیې خلک له دغې اصلاح شوې نسخې څخه ملاتړ وکړي. نوی اساسي قانون باید د خلکو د ریفرندوم له منظورۍ وروسته نافذ شي. د سږ کال د جنورۍ په ۱۵مه نیټه ولسمشر پوتین پارلمان ته دولتي راپور د بیانولو په ترڅ کې د اساسي قانون د اصلاح وړاندیز وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای