عمان او بریتانیا د روانې میاشتې په ۱۳مه نیټه د عمان له مرکز مسقط څخه په ۱۷۰ کیلومترۍ په غرنۍ سیمه کې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړل. د عمان د پوځ عمومي درستیزوالۍ په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دغه ځل پوځي تمرینات له اړوندو ملګرو هیوادونو سره د کلني پوځي تمریناتو یوه برخه ده چې موخه یې د عمان د عسکرو کیفیت لوړول، د پوځ جنګي توان پیاوړې کول، له بریتانوي پوځ سره تجربې شریکول او د ګډو جګړو اړتیاوې پوره کول دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |