د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مریا زاخارووا د روانې میاشتې په ۱۳مه نیټه وویل چې روسیه غوښتنه کوي چې د منځني ختیځ مسئلې څلوراړخیزه غونډه باید ژرترژره جوړه شي. نوموړې ویاندې په همدې ورځ دا هم وویل چې په منځنۍ ختیځه سیمه کې دایمې سوله د نړیوالې ټولنې ګډو کوششونو ته اړتیا لري. د م م، اروپايي ټولنې، روسیې او امریکا په ګډون څلوراړخیزه غونډه د دغې سیمې د سوله ییز بهیر یو اغیزمن میکانیزم دی. اوس د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ حالات ټرینګل شوي نو باید یاده څلوراړخیزه غونډه ترسره شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |