CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان کارپوه، د نوي ډول کورونا ويروس د وقايی او کنترول په باره کې د چين د هلو ځلو او پرمختګ له مخې د دغې ساري ناروغۍ د ختمولو په اړه خوشبين دي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-14 11:22:41

د ساري ناروغۍ د وقايی په باره کې د روغتيا نړيوال سازمان کارپوه روبيرټ ستيفين د فبرورۍ په ديارلسمه نېټه وويل چې د نوي ډول کورونا ويروس د وقايی او کنترول په باره کې د چين د ډېرو هلو ځلو له مخې د دغې ساري ناروغۍ د ختمېدلو په نسبت خوشبين دی. هغه دې ته اشاره وکړه چې خلک دې دومره انديښنه نه کوي، خو بايد په عادی ژوند کې اړوندې دفاعی چارې تر سره کړي او خپله هوښيارتيا دې زياته کړي.

روبيرټ ستيفين وويل چې د نويو حالاتو له مخې که څه هم په راتلونکې کې د بدلون امکان شته ، خو په عمده توګه خوشبين دی. هغه وويل چې که څه هم په راتلونکې کې د بدلون زيات امکانات شته، خو زه په دې اړه خوشبين يم چې په نژدې راتلونکې کې به دغه ساري ناروغۍ کنترول شي.

روبيرټ ستيفين په دې نظر دی چې چين د دې ساري ناروغۍ په وړاندې د روغتيا نړيوال سازمان او ټولې نړۍ په نسبت لا زياتې تجربې راغونډې کړې او ډېرې تيارينې لري. دا د خوشبينۍ وړ ده. په ۲۰۰۳ کال کې د سارس ناروغۍ په پرتله موږ ډېر پرمختګونه لرو. د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير تيدروس انهانوم ګيبريسوس داسی وايي چې چين د دغې ساري ناروغۍ د ژر تر ژره کنترولولو لپاره ستر خدمتونه تر سره کړي او د همکاريو له لارې ټوله نړۍ هڅوي چې له دغې ساري ناروغۍ سره مبارزه وکړي.

روبيرټ ستيفين دې ته اشاره وکړه چې د کورونا ويروس ډولونه زيات دي او اکثريت يوازی د ساده زوکام په شان ده. کله چې يو نوی شي رامنځته شي، نو خلک هميشه ډېره ويره لري. خو تاريخ موږ ته وايي چې کمې ساري ناروغۍ ډېره خطرناکه نتيجه درلودلې . هغه د خلکو انديښننې پر ځای ګڼي، خو هېله لري چې خلک دې ډېره وېره ونه لري. هغه وويل (اواز)

کله چې ما لومړی ځل د دغه سارۍ ناروغۍ خبر واوريدلی، نو دې ته مې پام شوی چې د دغې ناروغۍ له امله زيات شمېر مړه شوي کسان زيات عمر لرونکي زاړه کسان دي. دا چې زه هم زوړ يم، نو له شخصي لحاظه اندښمن شوم. خو وروسته زه د دغې ساري ناروغۍ په هکله د نويو مريضانو د شمېر، د دغې ناروغۍ له امله د مړينې انډول په شمول اړوندو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په هکله لا نور خوشبين يم. زه باور لرم چې خلک دومره انديښنو ته اړتيا نه لري. موږ پوهيږو چې هر کال په ټوله نړۍ کې په زر ګونو حتې په لکو تنه د موسمي انفلونزا له امله مړه کيږي، خو هيڅوک په دې اړه ويره نه لري. د نوي ډول کورونا ويروس ساري ناروغۍ موسمې انفلونزا ته ورته ده، خو لږ سخته انفلونزا ده.

په همدې وخت کې نوموړي وويل چې د نوي ډول کورونا ويروس د بدلون امکان شته. موږ بايد فعالې رويې ولرو او په عادي ژوند کې دې ويښتوب وساتو. زما په نظر د نوي ډول کورونا ويروس د بدلون امکان شته. موږ هېله لرو چې هر شی به ښه وي. خو هيڅوک د راتلونکې ضمانت نه شي کولی.

پر ځايي وخت د فبرورۍ په يوولسمه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان په رسمي توګه د کورونا ويروس نوم کويد نولس اعلان کړ. د دغې ويروس په وړاندې واکسين ښايي چې په راتلونکو اتلسو مياشتو کې جوړ او بشپړ شي. د نوي ډول کورونا ساري ناروغۍ د څيړنو او نوښتونو په اړه نړيوال فورم د فبرورۍ په دوولسمه نېټه پای ته ورسيد. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس د نړيوالې همکارۍ غوښتنه وکړه چې د نوي ډول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ په مقابل کې دې مالي ملاتړ برابر کړي. هغه وويل چې اوسنی حالت به اوږد وخت دوام ونه لري

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای