د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي، صدراعظم او د نوي ډول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ په وړاندې د مرکزي لارښوونې ډلې مشر لي که چيانګ د يوې غونډې مشري وکړه.
په غونډه کې دې ته اشاره شوی چې د بېلا بېلو ځايونو اړوندې څانګې بايد د شي جين پينګ مهمې نظريې او د مرکزي ادارې د اړوندو غونډو روحيې عملي کړي او د دغې کاري ډلې د ترتيباتو مهم ټکي په پام کې ونيسي، بېلا بېلو کارونو ته پاملرنه وکړي، په مختلفو برخو کې لارښوونه وکړي، په مختلفو ځايونو کې برابر تدبيرونه ونيسي چې په پای کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول په مبارزه کې برياليتوب ومومي او دغه راز د راتلونکې کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هدف پوره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |