CRI Online

د پاکستان ځوان کارپوه: پاکستان به د ساري ناروغۍ د کنترول په چارو کې له چين سره ګډې هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-14 11:29:08

په چين کې د نوي کورونا ويروس ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته د پاکستان حکومت او خلکو له چين څخه ډېر ستر ملاتړ کړل او مرستې يې ورکړې دي. د پاکستان ځوان کارپوه مواز عوان په چين کې د لوړ علمي او تخنيکي طريقو له لارې د ساري ناروغۍ د وقايی چارو ستاينه کوي او ويې ويل چې د پاکستان خلک به له چين سره يو ځای له دغې ساري ناروغۍ سره مقابله وکړي.

نوموړي وويل چې د چين حکوممت د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول لپاره د دغې ناروغۍ د راپيدا کولو ځای د جلا کيدو تدبير غوره کړي، عامه ځايونه يې د ويروس پر ضد تعقيم کړي، په لنډ وخت کې يې نوي روغتونونه جوړ کړي او د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه غښتلي طبي کارکوونکي هو بې ولايت ته ورليږلي دي چې دغه اغيزمن تدبيرونه د يو لوی هېواد په توګه د چين د توان او مسئوليت څرګندوی دی.

مواز عوان وويل چې پاکستان چين ته زيات ماسکونه او نور طبي سامان الات ورکړي دي. د پاکستان د مشرانو جرګې پريکړه کړې چې له چين څخه ملاتړ وکړي.له دې څخه څرګنديږي چې د پاکستان حکومت او خلک ټول غواړي د ساري ناروغۍ د کنترول په چارو کې له چين سره مرسته وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای