د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې وروستيو ورځو کې د فوکس سوداګريز چينل سره په مرکه کې د چين په اړه منفي خبرې کړې دي. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه وويل، پومپيو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو له تاريخ او حقيقت څخه لرې خبرې کړې دي، او د نوموړي په يادو خبرو کې د سوړ جنګ مفکوره او سياسي تبعيض شتون لري، چين ورسره کلک مخالفت کوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |