د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په انټرنېټي مطبوعاتي غونډه کې وويل، شانګهای همکارۍ سازمان په دې وروستيو ورځو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د نوي کورونا ويروس په مقابله کې د چين ملاتړ کړی او دا د دې سازمان ښه دود دی چې تل يې له غړيو هېوادونو سره مرسته کوي. چين غواړي په دوامدار ډول د دې سازمان د غړيو هېوادونو په شمول له نړيوالې ټولنې سره نژدې همکارۍ وساتي او په ګډه د ياد ويروس مخنيوی وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |