د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۴ مه نېټه وويل چې چين به ژر د بيلوژيکي امنيت قانون جوړ کړي او چټک به د ملي بيلوژيکي امنيت قانوني سيستم جوړ کړي. بيلوژيکي امنيت دې د ملي امنيت په سيستم کې راوستل شي او په پوره ډول دې د ملي بيلوژيکي امنيت ادارې توان پياوړی شي.
هغه دې ته اشاره وکړه چې چين بايد د عامې روغتيا په برخه کې د اړوندو قوانين او مقررات په پوره توګه پياوړي کړي او د ساري ناروغيو د وقايې او معالجې قانون او د وحشي ژويو د ساتنې قانون په شمول اړوند قانوني پړاوونه او مقررات دې اصلاح او بشپړ کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |