د چين د روغتيا او طبي چارو دولتي کميټې مرستيال وانګ هه شنګ د فبرورۍ په ۱۵ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د روانې مياشتې د ۱۴ مې نېټې تر ۲۴ بجو پورې د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه ۲۱۷ طبي ډلې، ۲۵ زره او ۶۳۳ طبي کارکوونکي او د P3په نوم درې ګرځنده لابراتوارونه استولي. په ووهان ښار کې ۱۸۱ طبي ډلې او ۲۰ زره ۳۷۴ طبي کارکوونکي شته او د هو بۍ ولايت په نورو ښارونو کې ۳۶ طبي ډلې او ۵ زره ۲۵۹ طبي کارکوونکي شته. د ۲۰۰۸ کال د ون چوان د زلزلې د طبي ژغورنې په پرتله سرعت يې چټک او شمېر يې زيات دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |