CRI Online

د چين پر ضد د رواغو او پروپاګند جوړوونکی ماشين چېرې رامنځته کېږي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-02-15 15:38:06

د چينايانو په سترو کوښښونو سره د کورنا ويروس په اثر د سږي له ناروغۍ سره د مقابلې په حالت کې څرګند ښه والی د رامنځته کېدلو په حال کې دی. د دسمبر په ۱۳مه نېټه له هو بۍ ولايت پرته د چين په نورو ځايونو کې د نويو ثبت شويو ناروغانو شمېر يوازې ۲۶۷ دی چې د مسلسلو ۱۰ ورځو لپاره پکې کموالی ښکاري.

په داسې حال کې چې نړيوالې ټولنې په دې اړه په جلا جلا توګه مثبتې څرګندونې کړې دي، د نيويارک ټايمز په ورځپاڼه کې يوه عجيبه ليکنه خپره شوې ده چې سرليک يې دی، (SARS، د مرغانو انفلوېنزا، ناول کورناويرس: ولې دومره زياتې ساري ناروغۍ په چين کې رامنځته کېږي؟) دغې ليکنې د امريکا د دولتي سوداګريزې ټولنې د مشر پيټر ناوارو په قول چين د ناروغيو زېږېدونکی ماشين بللی.

دا يوه ډېره عجيبه خبره ده! د ۲۰مې پېړۍ په پيل کې په هسپانيا کې هغه سخته انفلوېنزا چې کابو ۵۰ مليونه تنه يې له امله مړه شوي و، په سر کې د امريکا د کنساس ايالت په يو پوځي کمپ کې رامنځته شوې ړه. په ۲۰۰۹ کال کې په امريکا کې رامنځته شوې H1N1 انفلوېنزا حتی ۲۱۴ هېوادونو او سيمو ته خپره شوې وه چې له امله يې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۶۰ مليونه تنه پر دغې انفلونزا اخته شوي او نژدې ۳ لکه تنه ترې مړه شوي دي. له تېر کال راهيسې د امريکا په زياتو ځايونو کې ‌B ډول انفلوېنزا هم خپره شوه. په امريکا کې د ناروغيو د وقايې او کنټرول دولتي مرکز د يو رپوټ له مخې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۲ مليونه تنه پر دغه ډول انفلونزا اخته شوي او ۱۲ زره تنه له دې امله مړه شوي دي.

هر څنګه چې د خپرېدو مساحت يا د مړه شويو کسانو شمېر، يادې څو ساري ناروغۍ د ناول کورنا ويروس په پرتله ډېرې سختې ښيي. که د امريکا د ځينو سياستوالو او خبري رسنيو د ياد استدلال له مخې امريکا به پخپله آن د ناروغيو زېږېدونکی ماشين وي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای