CRI Online

شي جين پينګ: په چين کې به د ساري ناروغيو د وقايې او کنټرول ميکانيزم بشپړ شي.

cri     (GMT+08:00) 2020-02-15 15:39:32

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه تر دغه مرکزي کمېسيون لاندې د اصلاحاتو د پوره ژورتيا کمېټې د ۱۲مې غونډې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د ناول کورناويروس په اثر د سږي ناروغۍ سره مقابله په چين کې د دولت اداري سيستم او توان په اړه يوه ستره ازموينه ده. موږ بايد په دغه بهير کې د رامنځته شويو نيمګړتياوو په مقابل کې له ساري ناروغيو سره د وقايې او کنټرول ميکانيزم بشپړ کړو، د دولت لخوا د عامې روغتيا بيړنی اداري سيستم دې سالم کړو او د عامې روغتيا له سترې ناڅاپي پېښې سره د مقابلې توان دې پياوړی کړو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای