CRI Online

دا چې چين له ناول کورناويروس سره د مقابلې په برخه کې پر وخت شفاف معلومات خپروي که نه، له واقعيتونو څخه څرګندېږي.

cri     (GMT+08:00) 2020-02-15 20:06:46

نړيواله ټولنه هره ورځ د چيني حکومت له زياتو خبري ناستو څخه له ناول کورنا ويرس سره د مقابلې په برخه کې تازه معلومات تر لاسه کوي. له يو لړ وروستيو شمېرو څخه ښکاري چې د چيني حکومت او چينايانو په سترو هڅو سره په اړوند حالت کې اوس ډېر مثبت بدلون رامنځته کېږي او اړوند کارونه اوس د اغېزمنېدو په حال کې دي. چين پر وخت د روغتيا نړيوال سازمان، اړوندو هېوادونو او د هېواد هانکانګ، مکاو او تايوان سيمو ته تازه تازه معلومات برابروي. د چين په کوښښونو سره ناول کورناويروس لا زياتو هېوادونو ته نه دی خپور شوی. د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ هم په ټويټر کې د چيني حکومت له کوښښونو او شفافيت څخه مننه څرګنده کړې ده.

خو يو بل امريکايي--د سپينې ماڼۍ د دولتي اقتصادي کمېټې مشر لاري کودلو له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې څرګنده کړې ده چې په چين کې له ياد ويروس سره د مقابلې اړوند معلومات دومره شفاف نه دي او په وروستيو څو ورځو کې د چين لخوا خپرې شوې شمېرې کله کله بدلېږي.

واقعيتونه دا دي: د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه د چيني حکومت لخوا د خپاره شويو اړوندو معلوماتو له مخې د نويو ثبت شويو ناروغانو شمېر ۱۵۱۵۲ ته رسېدلی دی، خو په تېره ورځ کې دغه شمېر يوازې ۲۰۱۵ و. چيني حکومت په دې اړه داسې ويلي چې په يادو ۱۵۱۵۲ نويو رامنځته شويو ناروغانو کې ۱۴۸۴۰ تنه په هو بۍ ولايت کې دي. له دې جملې څخه ۱۳۳۳۲ تنه په کلينيکي توګه پر ناول کورناويروس د اخته کېدو تائيد شوي دي. په بله ژبه، پخوا د nucleic acids په اتکا نوي ناروغان پېژندل شوي، خو اوس د CT په شمول يو لړ کلينيکي لارې چارې هم کارول کېږي. دغه راز اړوند ناروغان ډېر ژر پېژندل کېدای شي او ژر به تر درملنې لاندې ونيول شي. نو نه دا چې په چين کې اړوند حالت ډېر سختېږي، خو يوازې د ناروغانو د پېژندلو طريقه او معيار بدل شوی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای