د روغتيا نړيوال سازمان مدير تدروس ادهانوم ګبريسوس د فبرورۍ په ۱۵ مه نېټه د المان د مونيخ په امنيتي کنفرانس کې د يوې وينا په خپرولو سره وويل چې د نوي ډول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې د چين د کوښښونو ستاينه کوي او نړيواله ټولنه بايد د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره د چين کوښښونو ستاينه وکړي.
هغه دې ته اشاره وکړه چې د دې ناروغۍ پر مخ، نړيواله ټولنه بايد يو له بل سره همکارۍ وکړي او د هېوادونو بيلا بېلې څانګې يو له بل سره په ګډه يې مخنيوی وکړي. سر بېره پر دې هغه هېوادونه چې د عامې روغتيا سيستم بشپړ يې نه دی او له ننګونو سره مخ دي، د پاملرنې غوښتنه وکړه. هغه له بېلا بېلو خبري رسنيو څخه غوښتنه وکړه چې دوی بايد د ګونګوسو او غلطو معلوماتو د خپرېدو مخه ونيسي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |