ايربس ډلې د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا د سوداګرۍ مرکچي دفتر لخوا پر هغې پرېکړې تاسف څرګند کړ، کوم چې امريکا به د اروپايي ټولنې پر ملکي الوتکو لا زياتې تعرفې ولګوي. ايربس دا هم وويل چې دغه پرېکړه د امريکا د هوايي شرکتونو پر اوازونو خپل غوږونه نه دي ګرولي او زياتېدونکې تعرفې به په اخر کې د دغو هوايي شرکتونو او مسافرينو لخوا ورکول شي.
د امريکا د سوداګرۍ مرکچي دفتر پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې د اروپايي ټولنې د ملکي الوتکو په مقابل کې د امريکا لخوا لګېدونکی تعرفې به له ۱۰٪ نه ۱۵ ٪ ته لوړې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |