( ولې که لويديځ هېوادونه د هوا وي شرکت 5G تکنالوژۍ واردوي، نو خپلو سياسي نظامونو ته ګواښونه راوړي؟ ستاسو په نظر، ديموکراتيک نظامونه دومره کمزوری دي؟ ولې هوا وي شرکت چې يوازې د عالي تکنالوژۍ يو شرکت دی، ور باندې ګواښ پېښولی شي؟ ) د چين يوې تجربه لرونکې او عالي ديپلوماتې مېرمن فو ينګ د امريکا د استازيو مجلس له مشرې نانسي پېلوسي څخه داسې پوښتنې وکړې.
د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د مونيخ په امنيتي کنفرانس کې نانسي پېلوسي د يوې وينا په ترڅ کې پر چين نيوکه وکړه چې د هوا وي شرکت په وسيله پر نورو هېوادونو ديجتلي ظلم کوي او و يې ويل: چين پر هغو هېوادونو د اقتصادي سوچ ګواښ کوي چې د هوا وي شرکت تکنالوژۍ يې نه دي کارولې. د پېلوسي يادې خبرې د مېرمن فو ينګ د شکونو او پوښتنو سبب شوي دي چې په دغه غونډه کې يې ګډون هم درلود. د مېرمن فو ينګ په وينا، چين څه باندې ۴۰ کاله دمخه يعنې د اصلاحاتو او ورخلاصون تر پلې کېدو وروسته له لويديځو هېوادونو نه ډول ډول تکنالوژۍ واردې کړې دي. داسې تخنيکونه او تکنالوژۍ د چين پر سياسي نظامونو هېڅ اغېزه نه ده کړې، بلکې د دغو تکنالوژيو په مرسته چين ډېر بريالی شوی دی. له نانسي پېلوسي څخه د فو ينګ تر پوښتلو وروسته په دغه غونډه کې د چک چکو ډېر لوړ اوازونه پورته شول او پېلوسي له دې امله لږ څه ومشرمېدله او و يې ويل چې د هوا وي په شمول چيني تصدۍ د ازادې تصدۍ شکل نه لري.
د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي چې هم د مونيخ په امنيتي غونډه کې ګډون کړی و، د ريوترس اژانس له مرستيال سر ايډيتر سره د يو ځانګړې مرکې په ترڅ کې دې ته اشاره کړې: د برېتانيا او جرمني په شمول زيات شمېر هېوادونو پر دروغو او ګنګوسو باور نه دی کړی او د خپلو مخابراتي بنسټيزو تاسيساتو د امنيت ساتلو پر اساس غواړي چې د هوا وي په شمول د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته د مساوي سيالۍ چاپېريال برابر کړي. امريکا دا نه مني چې د نورو هېوادونو تصدۍ په اقتصادي، تخنيکي او علمي ساحو کې هم پرمختللی مقام ونيسي؟ ممکن د دوی په دماغ کې يو ډول ناوړه فکر دی چې د نورو هېوادونو پرمختګونه يې نه خوښېږي او نه غواړي چې د نورو هېوادونو تصدۍ هم پياوړې شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |