د روغتیا ملي کمیسیون (NHC) ویاند مي فنګ وویل چې په چین کې د تایید شويو قضیو په منځ کې د کورونا ویروس سختو ناروغانو شمیر کم شوی دی.
مي فنګ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په ووهان ښار کې دغه رقم د جنورۍ په 28 مه نیټه په 32.4 سلنې سره خپل لوړ حد ته رسیدلی او د فبرورۍ په 15 مه نیټه 21.6 سلنې ته راټیټ شوی.
د هوبۍ له ولایت بهر په نورو سیمو کې دغه رقم د جنورۍ په 27 مه نیټه 15.9 سلنه و او د فبرورۍ په 15 مه نیټه 7.2 سلنې ته راټیټ شوی دی.
خبریالانو ته یی وویل ( د کورونا ویرس کنټرولو اغیز د پام وړ څرګند دی.)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |